د قندهار د کرنې ریاست مسؤلین وایي چې د دغه ولایت د دند او دامان ولسوالیو کې د دیارلسو سړخونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند باختر آژانس ته ویلي، یادې سړخونې د کلیوالي معیشت د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې جوړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې دا سړخونې د ۳۵ سړخونو د جوړولو د یوې پروژې برخه دي، چې ټاکل شوې د شپږ میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په لګښت د قندهار په میوند، دند، دامان او پنجوايي ولسوالیو کې جوړې شي. تر دې دمه د دغې شمېرې له ډلې ۱۳ سړخونې بشپړې شوې دي.

Share.