په ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د سلګونو مترو په اوږدوالي یو سړک د ۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټریزي کېږي.
د جلال آباد ښاروالۍ د رسنیو دفتر مسؤول د باختر آژانسته ویلي، چې د دغه سړک اوږدوالی ۶۷۵ متره او سور یې ۵ متره دی، چې ترڅنګ یې د اوبو د جویونو جوړول هم شامل دي. دغه پروژه د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي او د ښار د اوومې ناحیې په ساحه کې پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال ۷۰ ځایي کارکوونکي په دغه پروژه کې بوخت دي او تمه ده چې پروژه به په درېیو میاشتو کې بشپړه شي.
