د کنړ ولایت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري د یاد ولایت د منورې ولسوالۍ په لاهورډاګ او دړیدم کلیو کې د (۸،۳) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو شبکو کې د (۱۲۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۱۰۰) مترمکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د (۸۵۸۲) مترو په اوږدالی پايپ غځول، د (۱۸۰) شيردهنونو او (٤٠) سولر تختو نښلول شامل دي.
د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړیو کلیو (۴۷۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

Share.