د عامه ګټو وزیر د سالنګونو د ساتنې او مراقبت او د پروان ولایت د عامه ګټو له رییسانو سره یو ځای، دې ولایت ته د سفر په ترڅ کې د تېر کال د سالنګ لویې لارې د بیا رغونې بهیر وڅېړه.
د دغه وزارت د خبر له مخې، په دې لیدنه کې د عامه ګټو وزیر د سالنګ لویې لارې، تونل، د تېر کال رغنیزې چارې، پاتې برخې او د قراردادي شرکتونو چمتووالی د سږکال د بیا رغونې لپاره و ارزوه.
وزیر له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د ټاکلي پلان له مخې، بشپړ چمتووالی ولري او کله چې هوا مساعده شي، د بیا رغونې کارونه بېرته پیل کړي او په ټاکلي وخت کې یې بشپړ کړي.
یادونه باید وشي چې تېر کال د عامه ګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د بیا رغونې بهیر په درېیو برخو کې پیل کړی و، چې پکې د تونل کانکریټ‌ریزي، د ځینو ګالریو کانکریټ‌ریزي او د هغو ترمنځ واټنونه شامل دي.

Share.