د افغانستان بانک لومړي مرستیال د هېواد په شمال کې د خلکو یوې غونډې ته چې د افغانستان بانک له خوا جوړه شوې وه، وویل: اسلامي بانکداري په هېواد کې پراخېږي او ټول بانکي معامې د اسلامي شریعت مطابق، بې له سود ترسره کېږي.
د افغانستان بانک نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا غونډه د افغانستان بانک له خوا په شمال زون کې جوړه شوې وه. پکې د مالي خدماتو ته اسانه لاس‌رسی، د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا، او د برېښنايي پیسو ورکړې ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
د بلخ مرستیال والي ډاډ ورکړی چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره، د بلخ سیمه‌ییزه اداره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او هېڅ هڅه به ونه سپموي.
د افغانستان بانک مرستیال د افغاني ارزښت ساتنې، د مالي خدماتو اسانه لاس‌رسۍ، د سیمه‌ییزو اقتصادونو پیاوړتیا، د پیسو ورکړې دیجیتلي کولو، او نورو اړوند موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
هغه وویل چې په تېرو درې کلونو کې د افغانی ارزښت ښه ساتل شوی او د بانکدارۍ سکتور د ثبات لپاره اغېزمن ګامونه اخیستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د کوچني مالي تمویل لپاره څارنیز چوکاټ جوړ شوی او خلکو ته یو شمېر اسانتیاوې برابرې شوې دي.
همداراز، هغه وویل چې د افغانستان بانک زیاتره سیستمونه د مالیې وزارت له سیستمونو سره نښلول شوي، چې دا کار د خلکو او سوداګرو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او د معاشونو پر وخت ورکړې کې اغېزمن رول لري.
خالد دا هم وویل چې الکترونیکي بانکداري د بانک مرکزي له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، او اسلامي بانکداري هم ورځ تر بلې پراخېږي، چې ټول بانکي فعالیتونه د اسلامي شریعت مطابق، بې له سود څخه پرمخ وړل کېږي.
هغه له ټولو دولتي ادارو او اړوندو موسسو وغوښتل چې د ملي پروسو ملاتړ وکړي او د هېواد اقتصادي پرمختګ کې خپل مثبت رول ولوبوي.
قلندر رحیمي، چې د بلخ د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو سلاکار او یو ملي تاجر دی، د افغانی ارزښت ساتلو او د تورم کنټرول په اړه خبرې وکړې او د افغانستان بانک اقدامات یې وستایل.
فدا محمد فیضان، چې د افغانستان بانک د رییس د دفتر عمومي آمر دی، له ګډونوالو وغوښتل چې د ملي پروسو ملاتړ وکړي او د هېواد اقتصادي بیا رغونه کې برخه واخلي. هغه وویل چې د بانکي سکتور پیاوړتیا ګډو هڅو ته اړتیا لري، یوازې د مرکزي بانک هڅې بسنه نه کوي.
سربېره پر دې، د افغانستان بانک له خوا په بلخ ولایت کې د مزار هوټل کې درې ورځنی نندارتون هم جوړ شوی، څو خلک له مالي او بانکي چارو سره له نږدې بلدتیا پیدا کړي.

Share.