افغان ـ قزاق سوداګریزه غونډه کې د اسلامي امارت او د قزاقستان لوړپوړو چارواکو او د دواړو هېوادونو څه باندې ۴۰۰ سوداګرو او پانګه والو ګډون کړی.
دغه غونډه د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړولو په موخه جوړه شوې ده.
ټاکل شوې چې د دغې غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ګډ نندارتون هم پرانيستل شي.
ویل شوي چې دغه نندارتون کې د قزاقستان د کورنیو تولیداتو لپاره ۴۰ غرفې اېښودل شوي دي.
د یادونې ده چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر راغلی دی.
