د عامه ګټو وزارت خبر ورکړی چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ټولټال ۶۶ زره او ۲۹۸ ټنه توکي د هېواد د اورګاډي له کرښو څخه انتقال شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا توکي د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات لارې له لارې وارد او صادر شوي دي، چې پکې د تېلو، غیر تېلو او نورو سوداګریزو موادو شامل دي.
همداراز، د دې وزارت په وینا، په یاده اوونۍ کې ۵ زره او ۸۲۲ ټنه سوداګریز توکي هم ترانزیت او صادر شوي دي، چې ډېره برخه‌یې وچه مېوه، د انارو جوس، مالټې او کچالو جوړوي.
په خبر کې راغلي، چې د اورګاډي له لارې د انتقالاتو او صادراتو زیاتوالی د کاري فرصتونو په ډېرېدو، د ملي عوایدو په لوړېدو او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان‌بساینې پر لور د حرکت سبب ګرځي.
وزارت ټینګار کړی چې هڅه کوي سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د مالونو د انتقال لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو اوونیو په ترڅ کې د اورګاډي له لارې ټول انتقالات ۷۶ زره او ۷۶ ټنه ته رسېدلي وو.

Share.