د کندز برېښنا ریاست تخنیکي ټیمونو د ښار د نوي ماسټر پلان له مخې، د کابل بندر اړوند سیمه کې لسګونه برېښنا پایې له سره نصب کړې. دغه پایې د علي آباد او چهاردرې ولسوالیو ته د غځېدلي ۲۰ کیلو ولټه فیډر په مسیر کې ځای پر ځای شوي دي.
یادې پایې چې څو کاله وړاندې هم نصب شوې وې، د ښاري پراختیا له نوې نقشې سره د همغږۍ په هدف، بېرته ایستل شوې او د ماسټر پلان مطابق له سره تنظیم او نصب شوې دي.
د کندز برېښنا ریاست وايي چې دا اقدامات د ښاري نظم، تخنیکي خوندیتوب او د برېښنا پایو د اغېزمنتیا د لوړولو په موخه ترسره شوي دي.
