دهیواد داوسپنې پټلئ وزارت مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، ، په بلخ ولایت کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په تېر یو کال کې له چین څخه لس زره کانټینره سوداګریز توکي د افغان سوداګرو له خوا افغانستان ته وارد شوي دي.

نوموړي دا پرمختګ د افغانستان د سوداګرو لپاره یو ستر لاسته‌راوړنه وبلله او دا یې د افغانستان او چین تر منځ د ښو اړیکو نښه وبلله.

صاحب‌زاده وویل چې د افغانستان دروازې د ټولو ګاونډیو او فرامنطقه هېوادونو پر مخ خلاصې دي او هغوی کولی شي په ازاده توګه اقتصادي اړیکې له افغانستان سره ټینګې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې امنیت تأمین شوی، او دغه دهلیز سوداګرو او پانګه‌والو ته د صادراتو او وارداتو لپاره اسانه، خوندي او کم‌لګښته فرصتونه برابر کړي دي.

په ورته مهال کې، په افغانستان کې د چین سفیر ژو شین له دې امله خوښي وښوده چې لس زره کانټینره تجارتي توکي وارد شوي دي، او ویې ویل چې د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې، په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزې، په محسوس ډول پیاوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو تبادله ۱.۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي، او چین تر پایه د ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان د صادراتي توکو پر وارداتو ګمرکي تعرفه صفر ته راټیټه کړې ده.

د چین سفیر دا هم وویل چې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغزستان ترمنځ ګډ رېل دهلیز د سمندري لارې پرتله د انتقال وخت ۳۰ سلنه او د سړک له لارې انتقال پر وړاندې لګښت ۴۰ سلنه راکم کړی دی.

له بلې خوا، د بلخ ولایت مرستیال الحاج مولوي نورالهادي ابو ادریس د هېواد اقتصادي وده د ټول‌ګړي امنیت د تأمین پایله وبلله، او د چین-افغانستان ترانزیټي دهلیز یې د سوداګریزو توکو د بیو د کمښت یو مهم لامل وباله. نوموړي له چین څخه وغوښتل چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره نورې پانګونې هم وکړي.

Share.