د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هغو نوو اقداماتو خبر ورکړی چې موخه یې له ایرانه راستنېدونکو کډوالو ته په هرات کې د وضعیت اسانه کول دي.
د هرات د والي ویاند د باختر آژانس خبریال ته ویلي، د کډوالو د خدمتونو د کمیټې مشر د یاد وزارت له یو پلاوي سره د هرات له والي سره په لیدنه کې پر هغو پروګرامونو ټینګار وکړ چې په کې د لنډمهاله استوګنځایونو جوړول، اړینو دواګانو برابرول او د ترانسپورتي خدمتونو اسانه کول شامل دي.
د هرات والي د اسلامقلعه سرحدي بندر کې د محلي ادارې له اقداماتو ستاینه کړې او د یادو پروګرامونو له هر اړخیز ملاتړ یې خبر ورکړی.
هغه څرګنده کړې چې راستنېدونکي کډوال په اسلامقلعه کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې دوا، ترانسپورت او لنډمهاله استوګنځای شامل دي.
