د کندز والي ملا محمد خان دعوت د برېښنا پورونو د راټولولو کمیټې د شپږو میاشتو فعالیت راپور واورېد. د کمیټې د معلوماتو له مخې، له رهايشي کورونو، دوکانونو، هوټلونو، مؤسسو او فابریکو څخه څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ پورونه راټول شوي دي. یاده کمیټه د والي په هدایت جوړه شوې وه او لا هم خپلې چارې پرمخ وړي.

Share.