د کندز ولایت په خان‌ آباد ولسوالۍ کې د اطفایې مدیریت نوې څانګه پرانیستل شوه. دغه څانګه د امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام په هڅو د ۱۷ مسلکي کارکوونکو په ګډون فعاله شوې، چې موخه یې د اورلګیدو پیښو ته چټکه رسیدنه ده. چارواکو وايي، دا څانګه به شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې وي. قاري محمد جاوید بلال د نوې څانګې د آمر په توګه ټاکل شوی دی.

Share.