د نیمروز د برېښنا ریاست ویلي، چې د زرنج ښار د درېیمې ناحیې په سیمه کې د یو ترانسفارمر په نصب سره، د شاوخوا ۵۰ کورنیو د برېښنا اوږدمهاله ستونزه حل شوې ده.

د نیمروز د برېښنا شرکت رئیس د ترانسفارمر د پرانیستې پر مهال ویلي، چې دغه وسیله د سیمې د خلکو د غوښتنې له مخې، د ادارې د عملیاتي کارکوونکو له لوري نصب شوې ده.

د هغه په وینا، د دې ترانسفارمر په نصب کې د نیمروز برېښنا ریاست او د سیمې خلکو ګډه همکاري کړې او ټولټال ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې شوی دی.

د زرنج د درېیمې ناحیې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د برېښنا ریاست په هڅو او د اسلامي امارت په هڅو سره، د دوی له زړو هیلو څخه یوه پوره شوه.

Share.