د کندز د کلیو د بیارغونې ریاست وايي، د دشت ارچي او چهاردرې په ۴۰ کلیومتره فرعي سړکونو د رغونې چارې چټکې روانې دي، چې ژر به بشپړې شي.
اوسېدونکي د کارونو له کیفیت خوښ دي او د نورو سړکونو د رغونې غوښتنه لري.
په ورته مهال، د دشت ارچي د عمومي سړک د قیر اچولو پروژه هم د ۵ سوه میلیونه افغانیو په لګښت روانه ده.

Share.