د کندز چارواکي وايي چې د بالاحصار چوک منار به له ښکلي ډېزاین، لوړ کیفیت او تخنیکي معیارونو سره جوړ شي.
د کندز والي ملا محمد خان دعوت د بالاحصار چوک د جوړېدو په اړه یوې ناستې ته وویل، چې دا منار باید له ښکلي ډېزاین، ښې نما او تخنیکي معیارونو سره جوړ شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د یاد چوک ښکلا، پایداري او دوام ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، څو دا جوړښت اوږدمهاله ارزښت ولري او د ښار د ښکلا یوه مهمه نښه شي.

د چارواکو په وینا، د بالاحصار چوک منار به نه یوازې د ښاري ښکلا برخه وي، بلکې د کندز د تاریخ او فرهنګي ارزښتونو یو یادګار به هم وي.

Share.