د ننګرهار والي مرستيال عزيزالله مصطفی او د کانال وادې کرنيز شرکت ریيس سيد محمد نعيم سيدي په درونټه کې د يو ستر او معياري پارک د جوړېدو لپاره د کانال له اړوند ځمکې ليدنه وکړه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ مرستیال والي د کانال رییس ته سپارښتنه وکړه، چې په ياد ځای کې د پارک جوړول پلان کړي، چې د سيمې ښکلا ترڅنګ سوداګرۍ، کاروبار او سياحت ته هم زمينه برابره شي.
د کانال ریيس سيد محمد نعيم سيدي ويلي، چې دغه ځای د پارک جوړېدو لپاره په پلان کې نيول شوی، چې په نږدې وخت کې به پرې اقدام وشي.
د خبرپاڼې له مخې؛ يادې ساحې ته غر، نهر، شنو ونو او نورو طبيعي ځانګړنو ښکلا ورکړې، چې د پارک له جوړېدو سره به هېوادوالو ته تفريحي او کاري زمینه هم برابره شي.
ویل کیږي، چې د دې پارک د نهر په دواړو غاړو کې د یوه حلقوي سړک جوړېدل هم په پلان کې نیول شوي دي.
