د کندز ښاروالۍ مسؤلین وايي چې د درې سوه فامیلو ښارګوټي د کوڅو کانکریټ اچونه او د اوبو لارو جوړولو چارې بشپړې شوې دي او ډېر ژر به د خلکو د استفادې لپاره پرانیستل شي.
ویل کېږي چې دغه کوڅې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټ شوې دي، او د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ډېری ستونزې حل شي.
