د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د دوهم پړاو عملي کار پیل شوی دی.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې د بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د سړک د جوړېدو پروژه، چې قرارداد یې له افغان صداقت ساختماني شرکت سره مخکې امضا شوی و، پیل شوې ده.

سرچینه وايي، دا سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۷ متره سور لري، او د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: “له دې امله چې تر دې وړاندې دې سیمې ته پاملرنه نه وه شوې او د دې ځای خلک له ډېرو اساسي اسانتیاوو بې‌برخې وو، نو اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې دې مسیر ته سړک جوړ کړي. د دې سړک د لومړي پړاو چارې، چې تر د چین تر صفري نقطې پورې غځېدلې، د کلیو د بیارغونې وزارت په هڅو روانې دي.”

همداراز، ویل شوي چې د دې سړک له بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي، او په راتلونکي کې به واخان د افغانستان او چین ترمنځ یو مهم سوداګریز دهلېز شي، چې د هېواد لپاره به اقتصادي ارزښت ولري.

د خبر له مخې، دا سړک د تجربه‌لرونکو افغان انجنیرانو له خوا طرحه شوی، تخنیکي چارې یې هم همدوی مخته وړي، او د دې پروژې د تطبیق پر مهال ګڼو افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

Share.