د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د UNOPS دفتر په مالي ملاتړ او د آغاخان مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ۱۸ کیلومتره فرعي سړکونو د ترمیم او جغل اچولو چارې بشپړې شوې.
یاده پروژه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له خوا تطبیق شوې چې له امله یې سلګونه تنه ځایي کارګر په کار بوخت شوي او د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې یې راکمې کړې دي.

Share.