تر ۸۰۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.
د مهاجرینو د ستونزو د حل لوړه کمیسیون باختر آژانس ته خبر ورکړی چې ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ چې ۳۶۷۸ تنه یې جوړوي، او په زور بېرته استول شوي، د تورخم (ننګرهار)، سپین بولدک (قندهار)، اسلام قلعه (هرات)، ابریشم (نیمروز)، انگور اډه (پکتیکا)، بهرامچه (هلمند) او نورو تګلارو له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د دغه کمیسیون له خوا ویل شوي چې یادو مهاجرینو ته اړینې خدمات وړاندې شوي، او له ثبت او بایومتریک وروسته، سیم‌کارتونه او یو مقدار نغدې پیسې هم ورکړل شوې دي. همداراز د دوی د خپلو ولایتونو لور ته د انتقال لپاره هم لازم اقدامات شوي دي.

Share.