د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په منځشین ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان (FAO) په همکارۍ دوه اوبندونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ریاست ویاند باختر آژانس ته ویلي، دغه اوبندونه د زربیرک او ګنده زاه په سیمو کې د ځمکو د تخریب مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.
د ده په وینا، یاد اوبندونه ۳۸ متره او ۳۰ متره اوږدوالی لري، او د دواړو ارتفاع ۳.۶ متره ده، چې له کبله یې په دغه ولسوالۍ کې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړ شوې دي.
د کندهار د کرنې ریاست وايي چې د باراني اوبو د راټولولو لپاره یې د FAO په مالي همکارۍ د منځشین ولسوالۍ کې ۲۲ واړه حوضونه هم کیندلي دي.
د کرنې ریاست ویاند زیاتوي، دا حوضونه د باران د اوبو د راټولولو او د ځمکې د لاندې اوبو د سطحې د لوړولو لپاره جوړ شوي، چې لګښت یې له ۵۴ زرو ډالرو څخه زیات شوی دی.