د کندز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له دې څخه شکایت لري چې د دوی د ولسوالۍ عمومي سړک سخت خراب شوی دی. دوی وایي، دغه سړک مخکې څو ځله جغل‌ریزی شوی، خو اوس دومره خراب شوی چې موټرونه پرې تګ راتګ نشي کولی.

د دغو خلکو په وینا، اصلي لار بالکل بنده پاتې ده او اوسېدونکي اړ دي چې له فرعي، شګلنو او دوړو ډکو دښتو لارې وکاروي، داسې لارې چې ډکې له شګو، دوړو او ستونزو دي.

اسدالله، چې د قلعه‌زال ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی دی، وایي دا سړک د کندز له مرکز سره اصلي رابطه ده او خرابوالی یې د دوی په ورځني ژوند کې جدي ستونزې راولاړې کړي دي.
نوموړی له سیمه‌ییزو چارواکو او مرکزي حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې د دې سړک د رغولو لپاره عملي او بیړني ګامونه واخلي.

اسدالله وړاندې زیاتوي: «زموږ دا سړک څو ځله جغل شوی، خو باران وروسته یا لږ وخت وروسته بېرته خرابېږي، موټرونه نه شي پرې تګ راتګ کولی. د لین ټکسي موټرونه او عام خلک مجبوره دي له دښتي او شګلنې فرعي لارې لاړ شي. که موټر په شګو کې بند شي یا خراب شي، نو ستونزه په یوه یا دوو ساعتونو نه حل کېږي، ښايي یوه ورځ یا لږ تر لږه ډېر انتظار وشي تر څو څوک راشي او مرسته وکړي.»

رحمت‌الله، چې د قلعه‌زال بل اوسېدونکی دی، وایي د ولسوالۍ عمومي سړک خراب وضعیت نه یوازې د خلکو په تګ راتګ کې ځنډ راولي، بلکې مریضان هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي، هره ورځ ګڼې کورنۍ پر دې لار له جدي ستونزو سره مخ وي او تر اوسه د دولت له خوا هېڅ اغېزناک اقدام نه دی شوی.

دی په ګیله‌منه لهجه وایي: «کله چې یو عاجل مریض پیدا شي او موږ وغواړو چې ژر یې د ښار مرکز ته یوه مجهزه روغتون ته یوسو، له بده مرغه زموږ سړک د تګ راتګ وړ نه دی. کله چې مریض په موټر کې وي، نه شو کولای له دې سړکه لاړ شو، ځکه چې پخوا جغل شوی و خو اوس ډېر خراب شوی، چقوري، لوړ ژور، واړه او غټ کاڼي پرې دي چې د موټر مخه نیسي. له همدې امله مجبوره یو له شګلنې فرعي لارې لاړ شو.»

په ورته وخت کې، د کندز د فواید عامې ریاست چارواکي وایي چې د دې سړک د خراب وضعیت په اړه خبر دي او د حل لپاره هڅې روانې دي.

د دوی په وینا، د یاد سړک د رغونې طرحه د ریاست د کاري پلان برخه ده، او که بودجه ورته برابره شي، نو عملي کار به یې ژر پیل شي.

انجنیر محمد نبي فروتن، چې د کندز د فواید عامې ریاست مطبوعاتي مسوول دی، له رادیو کندز سره په خبرو کې وویل: «تاسې شاهد یاست چې د ارچي ولسوالۍ د عمومي سړک پاتې کارونه مو څو میاشتې وړاندې پیل کړل، همداراز موږ د قلعه‌زال د عمومي سړک له خراب وضعیت خبر یو، تخنیکي ارزونې هم ترسره شوي دي. که لازمه بودجه ورته ځانګړې شي، ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به یې د رغونې کار پیل کړو.»

قلعه‌زال د کندز له کرنیزو او ګڼ نفوس لرونکو ولسوالیو څخه ده، چې عمومي سړک یې د دې ولسوالۍ او کندز ښار ترمنځ یوازینی د تګ راتګ مسیر ګڼل کېږي. دغه سړک پخوا څو ځله جغل شوی، خو د اساسي رغونې د نشتوالي او د بارانونو له امله د فرسایش له کبله تل زیانمن شوی. د سړک خرابوالی د خلکو په تګ راتګ، د ناروغانو انتقال او ورځني ژوند کې پراخې ستونزې راولاړې کړي دي.

Share.