د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس عبدالباري عمر ویلي؛ له طبیعي سرچینو څخه د ډاډمنې برښنا رسول مو لومړیتوب دي.
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دا شرکت د تجهیزاتو پر عصري کولو او ظرفیت لوړولو کار کوي.
عبدالباري عمر وایي: کابل ښاریانو ته د ډاډمنې برښنا د رسولو لپاره به د ماهیپر په برښنا فابریکه کې له نوي توربین لګولو سره برښنا له ۲۲ میګاواته څخه تر ۲۴ هغې پورې پورته شي.