د جلالاباد ښاروالۍ وايي چې په دې ښار کې یو کیلومتر سړک او د هغه دواړو خواوو ته د اوبو ویالو کانکریټریزي روانه ده.
انجنیر عبدالشکور سمسور، چې د جلالاباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو ریاست سرپرست دی، باختر آژانس ته وویل چې دا سړک د جلالاباد ښار په نهمه ناحیه کې د ښاروالۍ له بودیجې څخه په ۱۹ میلیونه افغانیو لګښت کانکریټریزي کېږي.
هغه زیاته کړه چې دا پروژه یو کیلومتر سړک او اړوند جویونه کانکریټریزي، ۴۰۰ متره سنګ فرش او د ۶ پلچکونو جوړول هم رانغاړي.
ښاغلي سمسور ټینګار وکړ چې د پروژې کارونه د انجنیري اصولو له مخې پرمخ وړل کېږي او د جلالاباد ښاروالۍ تخنیکي ټیمونه له نږدې د دغو چارو څارنه کوي.