د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار «شنبه، غبرګولي ۲۴مه» د تهران مهراباد هوايي ډګر د اسراییلو له لوري بمبار شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه برید داسې مهال کېږي چې اسراییلو بېګاه شپه هم یاد هوايي ډګر ته څېرمه بریدونه کړي وو.

د راپورونو له مخې، د دغه هوايي ډګر اړوند څلورم ترمینل ته نږدې، چاودنې رامنځته شوي، خو تراوسه یې، په اړه جزییات نه‌دي خپاره شوي.

دا پرله‌پسې دویمه ورځ ده چې اسراییل د ایران په خاوره کې بریدونه کوي.

Share.