کابل ښاروالۍ ویلي، چې د کابل له نجات څلي تر چرخ آب سیمې د کابل ـ لوګر لویې لارې د یو کیلومټر برخې سړک قیر اچونه به ډېر ژر پیل شي.
د ښاروالۍ د زېربنایي پروژو د څارنې امر انجینر محمد حامد سادات ویلي، هڅه کېږي ترڅو د یاد سړک چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک د ۷ کیلومټره اوږدوالي او ۶۰ متره سور په لرلو د لښتیو، پلي لارو، ګلدانونو، څراغونو، تم ځایونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی.

Share.