امریکایي رسنیو د اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیل په تېرو دوه ورځو کې د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره له ټرمپ څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
د راپور له مخې؛ د ټرمپ حکومت دغه غوښتنه رد کړې او څرګندوي، چې ایران باید په ځواب کې د امریکا ګټې پر نښه نکړي.
دغه راز په راپور کې د یوې اسرائیلي سرچینې د څرګندونو له مخې ویلي، چې ټرمپ له بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې د اړتیا پر مهال د مرستې ژمنه کړې؛ خو سپینې ماڼۍ دا خبر رد کړی دی.