رویټرز راپور ورکړی، چې یوه ایرانی چارواکی، چې له دې موضوع خبر دی؛ دې خبري سرچینې ته ویلي، چې ایران د قطر او عمان منځګړو ته ویلي؛ په داسې حال کې، چې د اسرائیلو تر برید لاندې دی د اوربند لپاره خبرې نه‌مني.
دې چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي: “ایران د قطر او عمان منځګړو ته څرګنده کړې، چې دوی به د اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې د خپل ځواب له بشپړولو وروسته پرېکنده خبرو اترو ته مخ راواړوي.”
دې مقام رویټرز ته ویلي: ایران د رسنیو هغه راپور رد کړی، چې ایران د اوربند او د اټومي خبرو اترو د بیا پیل لپاره د امریکا د منځګړیتوب لپاره له عمان او قطر څخه غوښتنه کړې ده.”
ایران څرګنده کړې، چې تر برید لاندې به خبرې اترې ونه‌کړي.
تر دې دمه رسمي سرچینو د رویټرز راپور ته ځواب ندی ورکړی.

Share.