د پاکستان د سمندري چارو وزیر ګوادر بندر ته د افغانستان ټرانزیټي توکو د لېږدونکې دوهیمې سوداګریزې کښتۍ له رسېدو هرکلی کړی او دا یې د سیمهییزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.
دې کښتۍ له آسټرالیا څخه د ۲۰ زره ټنه ډای امونیم فاسفیټ سرې بار ګوادر بندر ته رارسولی دی.
د پاکستان د سمندري چارو وزیر محمد جنید انور چوهدري د ګوادر بندر پر رول ټینګار کړی، چې په وچه کې پروت افغانستان نړیوالو بازارونو ته آسانه لاسرسی چمتو کوي.
دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د ګوادر بندر له لارې سوداګري د افغانستان لپاره ګټوره ده. په دې شرط، چې بندر له سیاسي ننګونو څخه لرې وساتل شي