د اسرائیل او ایران ترمنځ د روانې پوځي جګړې د غځېدا سره سم د امریکا ولسمشر د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي شپږویشتمه) د تهران اوسیدونکو ته له دې ښاره د وتلو د خبرداري ترڅنګ ویلي،چې د ایران حکومت باید دا تړون لاسلیک کړی وای.
ډونالډ ټرمپ ټروټ پاڼه کې لیکلي: “(د) ایران حکومت باید ‘تړون’ لاسلیک کړی وای. دا یو شرم او د انسانانو د ژوند ضایع کول دي.”
نوموړي زیاته کړې: “ما ساده څرګنده کړه، چې ایران اټومي وسله نشي لرلی. ما دا څو ځله ویلي دي. ټول باید ژر تر ژره تهران پریږدي!”
څو دقیقې وروسته ټرمپ بیا ولیکل: “امریکا لومړی د ډېرو لویو شیانو معنی لري؛ د دې حقیقت په ګډون، چې ایران اټومي وسله نشي لرلی. امریکا به بیا له عظمته برخمنه کړو!”