په کندز ولایت مقام کې د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د ولایت مقام، امنیه قومانداني، ټرانسپورټ ریاست او ترافیکو مسؤلینو ګډون کړی و.

د ناستې ګډونوالو په ښار کې د نقلیه وسایطو د منظم تګ راتګ، د ټکرونو مخنیوي، او د ګڼه ګوڼې کمولو په اړه بحثونه وکړل. همداراز پرېکړه وشوه چې د چپ لاس دروازه لرونکو ریکشاګانو فعالیت دې بند شي، ځکه چې دا کار د ترافیکي پېښو لامل ګرځي.

مسؤلینو ژمنه وکړه چې د ښاري نظم او ترافیکي مدیریت په برخه کې به همغږې هڅې دوام ولري.

Share.