تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي موږ ایران ته پوځي تجهیزات ورکړي، خو دا موضوع له اوسني کړکېچ سره تړاو نه لري او د نړیوالو قوانینو خلاف هم نه ده.
پوتین دغه راز ویلي، چې نړۍ باید د ایران او اسراییل ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړې سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هېڅوک نه پوهېږي چې زه به څه وکړم.
د فوربس مجلې په خپاره کړي راپور کې ویلي، ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې ایران ډېرې ننګونې لري او د اسلامي جمهوریت چارواکي غواړي مذاکره وکړي.

Share.