تهران، د جون ۲۲مه – د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي اعلان کړی چې د «وعده صادق ۳» عملیاتو په شلمه څپه کې، له اوږده واټن ویشتونکو د سون توکو لرونکو توغندیو (مایع او جامد) څخه په ګټې اخیستنې سره، دننه په اسراییل کې مهم اهداف په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ، د جون ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو عملیاتو په دوام کې، بن ګوریون هوايي ډګر، د بیولوژیکي څېړنو مرکز، لوژستیکي اډې او د اسراییلو د قوماندې مرکزي مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دغو بریدونو کې د اسراییلي دفاعي سیسټمونو څخه د تېرېدو لپاره نوې تاکتیکي لارې کارول شوې دي.