د ایران د روغتيا وزير، محمدرضا ظفرقندي، د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسرائيلو له خوا د ايران پر خاوره د ۱۲ ورځو په دوامداره بريدونو کې ۶۰۶ تنه وژل شوي دي.
د هغه په وينا، يوازې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۰۷ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زياته کړه چې د دغو بريدونو له امله ۵۳۳۲ تنه ژوبل شوي، او يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۴۲ تنه ټپيان شوي دي.
ظفرقندي دا هم وويل چې ۹۵ سلنه قربانيان د بمبارۍ له امله د ورانو شويو ودانيو تر خاورې لاندې پاتي شوي او له همدې امله يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وويل: «په دې نږدې دوو اونيو کې موږ اړ شوو چې د ناروغانو د ژوند د ژغورنې لپاره درې روغتونونه تخليه کړو.»
د هغه په وينا، له تخليه شويو روغتونونو څخه يو هم د شهيد مطهري د سوځېدو ناروغانو روغتونو، چې د تهران د خاتم‌الانبياء روغتون ته نږدې موقعيت لري او د اسرائيلو د هوايي بريدونو له امله تخليه شوی دی.

Share.