د کندز مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب د تاجکستان د سفارت له لومړي سکرتر او نظامي آتشې سره د دوه اړخیزو همکاریو، سرحدي امنیت، ګمرکي چارو او د قونسلګرۍ د دفتر د بیا فعالېدو په موخه مهمه ناسته وکړه.
نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیا او د قونسلګرۍ د امنیت لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. د تاجکستان استازو هم د یادو موضوعاتو د تعقیب ژمنه وکړه.