د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د داویانو کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د شپږو مياشتو راپدېخوا روانه شخړه د قومي مشرانو، د ارچي د ولسوال مولوي عصمتالله اسامه، د کندز علماوو شورا غړو او ديني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.
شخړه چې د اوبو يخدان پر سر رامنځته شوې وه او يو تن پکې وژل شوی و، د دواړو غاړو په خوښه د پخلاینې په اعلان پای ته ورسېده.
دغه سوله د لومړنۍ محکمې په حکم او د یادو مشرانو په همغږۍ ترسره شوه، او دواړو لوریو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د ورونو په شان ژوند کوي.