د لوګر ولایت ځايي چارواکي وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او محمدآغې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ هستوګنیز کورونه نړېدلي دي.

د لوګر د والي ویاند، صدیق‌احمد صدیقي، ویلي چې د شنبې شپې سېلابونو ۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي، او ۲۰۰ نور یې نیمه وران کړي دي.

نوموړي زیاتوي، سېلابونو ۱۵ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له منځه وړي او ګڼ کلیوالي سړکونه، پلونه او پلچکونه یې زیانمن کړي دي.

د هغه په وینا، د بېلابېلو ادارو له خوا د سېلاب ځپلو کورنیو سروې روانې دي او ژر به اړمنو ته بېړنۍ مرستې ووېشل شي.

یادونه باید وشي چې تېره شپه هم د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

Share.