د ټولګټو چارو وزارت وايي، په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د جوزا میاشتې په اوږدو کې د هېواد له څلورو اوسپنیزو پټلیو څخه ۳۱۲ زره او ۳۹۷ متریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
یاد وزارت نن (یکشنبه، د سرطان ۸مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، له دې شمېرې ۲۴۲ زره او ۳۵۷ ټنه توکي د حیرتان بندر، ۱۶ زره او ۷۶۰ ټنه د آقینې بندر، ۲۲ زره او ۲۶۱ ټنه د تورغونډۍ پټلۍ او ۳۱ زره او ۱۸ ټنه د هرات ـ خواف پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دوی هڅه کوي چې د اوسپنیزو پټلیو د چارو پراختیا، معیاري خدماتو وړاندې کولو او د سوداګرو لپاره د لازمې اسانتیا برابرولو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم پراخې کړي.