په ملګروملتونو کې د قطر استازې ویلي، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کاري ډلې درېیمه او د افغانستان له خصوصي برخې د ملاتړ کاري ډلې دوه‌یمه ناسته به د چنګاښ له نهمې تر لسمې / د جون له دېرشمې څخه د جولای تر لومړۍ پورې د ملګروملتونو پر مشرۍ ترسره شي.
په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان چارسمبالی حکومت، د دوحې په بهیر کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي او تخنیکي کارپوهان حضور ولري.
علیا احمد بن سیف آل ‌ثانی ویلي: ” د قطر حکومت هیله لري، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د کاري ډلې د درېیمې او افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلې د دوه‌یمې غونډې کوربه وي. ټاکل شوې دا دوه غونډې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې پروسې په چوکاټ کې د جون له دېرشمې څخه د جولای تر لومړۍ پورې په دوحه کې ترسره شي او د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي، د دوحې په بهیر کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي او تخنیکي متخصصین ګډون ولري.”
د دوحې بهیر، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالو ښکېلتیاوو د رامنځته کولو لپاره یو له مهمو نوښتونو څخه دی؛ په دې وروستیو کې یې ډېر پام ځانته اړولی دی.
د دوحې غونډې تر اوسه درې پړاوونه ترسره شوي، چې وروستۍ یې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد پر مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون سره ترسره شو.
د قطر حکومت اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو، اړوندو هېوادونو او د افغانستان د چارسمبالي حکومت ترمنځ به د نړیوالو هڅو د همغږۍ او خبرو اترو د آسانتیا لپاره فعال رول ولوبوي او ویاړي، چې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې بهیر کوربه توب کوي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت یو اووه کسیز(د عامې روغتیا، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازي ) پلاوی د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې په درېیمه غونډه او د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلې په دوه‌یمه غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی.

Share.