کندز، ۱۱ سرطان – د کندز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه، له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۱۸ زره افغان کډوال دغه ولایت ته راستانه شوي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، له یادو راستنېدونکو سره د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیایي خدماتو او نورو لومړنیو ژوندیو اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته شوې ده.
خو ځینې راستنېدونکي کډوال وایي، که څه هم د هغوی د استوګنې او ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره شوي، خو لا هم د دايمي میشتېدو لپاره له دولت څخه د نمرو د وېش غوښتنه لري.
د کندز د کډوالو ریاست مسوولین وايي، چې د دغو غوښتنو په تړاو یې اړوندو ادارو ته وړاندیزونه سپارلي او هڅه روانه ده، څو د بېرته راستانه شویو کډوالو د استوګنې ستونزه دایمي حل شي.