د کندز والي ملا محمد خان دعوت د عزیزخان مارکېټ له هغو دوکاندارانو او سوداګرو سره، چې د وروستۍ اورلګېدنې له امله زیانمن شوي، په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې سوداګرو د خپلو زیانمنو هټیو د بیارغونې له بهیر خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې او غوښتنې یې له والي سره شریکې کړې.
ښاغلي والي اړوندو تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه، څو د هټیو د رغونې چارې پر خپل وخت او په معیاري ډول ترسره کړي.