د کندز ولایت د افغاني سرې میاشتې ریاست د سره صلیب نړیوالې کمېټې په همکارۍ، د دشت ارچي ولسوالۍ په هزارچنار سیمه کې د “نغدو پیسو په بدل کې د کار” دوه پروژې پيل کړي دي.

یادې پروژې د سرطان له ۱۲مې پيل شوي او تر اسد ۱۵مې پورې به دوام وکړي، چې له مخې به يې ۱۲۱ کسانو ته د ۳۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابرېږي.

چارواکي وايي، دا پروژې د کورنیو د اقتصادي حالت د ښه والي او د خلکو د همکارۍ پر مټ د سیمې د رغونې په موخه پلې کېږي.

Share.