پلوه ښه دي. دوی له اړوندو چارواکو غواړي چې د پاکستان لخوا پر تازه مېوې وضع شوې لوړې تعرفې راټیټې کړي او د ټرانزیټ ستونزې حل کړي. د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې د صادراتو اسانتیاوو په اړه خبرې کړې، چې پاکستاني لوري د صادراتو پر تعرفو د پنځوس سلنې کمولو ژمنه کړې ده. د کندهار د کرنې ریاست ویلي، چې د تېر کال په پرتله د انګورو کیفیت لوړ شوی او سږکال به شاوخوا ۲۰۵ زره ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شي.