په غونډه کې د سپین‌زر امارتي شرکت له لوري، د شاوخوا ۶۳ جریبه ځمکې په ساحه کې د «سپین‌زر تجارتي مرکز» او «د مېرمنو مارکېټ» د جوړېدو طرحه وڅېړل شوه.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د «شهیدانو څلورلارې» منار، د جهادي خاطرو موزیم، او د سیمساري مارکېټ د جوړېدو وړاندیزونه هم مطرح او اړوندې پرېکړې وشوې.

د کندز والي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د انکشافي پروژو د پلي کېدو پر مهال د همغږۍ، کیفیت او ساختماني معیارونو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي.

Share.