په کندز ولایت کې د بهرنیو پانګوالو د باور د زیاتوالي په دوام، یو چینایي پانګوال د ساختماني موادو د تولید په موخه د پانګونې هوډ څرګند کړی.
نوموړي د کندز له والي ملا محمد خان دعوت او د بهرنیو چارو رئیس حافظ اسدالله عاصم سره هم مهاله کتلي دي.
چینایي پانګوال له ولایت مقام څخه د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې، او د والي له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شوى.