د بغلان سیمهییز چارواکي وايي، د برکې ولسوالۍ لپاره د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دوی زیاتوي، دا درې پوړیزه ودانۍ چې د کورنیو چارو وزارت له لوري رغول شوې، ۲۶ اداري خونې لري او د ولسوالۍ د اداري خدمتونو د لا ښه والي په موخه جوړه شوې ده.