د کانونو او پترولیم وزارت ویلي چې د نورستان کامدېش ولسوالي کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې وپلورل شوې.

دغه وزارت نن (دوشنبه، سرطان ۲۳) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو داوطلبي د نورستان د کانونو رییس او ځايي چارواکو په حضور کې ترسره شوه.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه داوطلبۍ کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول او د اسلامي امارت ونډه په کې ۱۲ میلیون افغانۍ ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې یاده داوطلبۍ کې د لومړي ځل لپاره د نورستان له کانونو استخراج شوي یاقوت هم پلورل شوي، خو د بیې او مقدار په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

Share.