د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین څخه د ناهیلۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټ دفاعي سېسټم ورکړي.
د راپورونو پر بنسټ، ټرمپ پرون، یکشنبه د چنګاښ ۲۲مه، په مریلینډ کې د اندروز پوځي اډې کې وویل چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټ توغندي واستوي، «ځکه هغوی ساتنې ته اړتیا لري.»