د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویاند، حمدالله وثیق، چې په تېره یوه میاشت کې ۶۰۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ډېری یې اسناد، سپما او د راتلونکي ژوند لپاره کوم ځانګړی پلان نه لري.

بل پلو، اقتصاد وزارت وايي چې د مرستو د غوره همغږۍ لپاره، د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ یوه غونډه شوې ده.

Share.