د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست خبر ورکړی، چې ۹ تنه هغه ماشومان چې د فقر، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللي وو او هلته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي وو، بېرته هېواد ته راستانه شول. دغه ماشومان د هرات او نیمروز له پولو څخه د هېواد خاورې ته داخل شوي او وروسته د اړوندو ادارو له خوا کندز ته انتقال او له خپلو کورنیو سره یوځای کړل شول.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، چې له دغو ماشومانو سره د یو شمېر نغدو پیسو مرسته شوې او کورنیو ته یې د ماشومانو د خوندیتوب، تعلیم او ښه پالنې په برخه کې اړینې مشورې ورکړل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، هڅه کوي چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي، له اړو کورنیو سره لا زیاته مرسته وشي او ماشومان د ښوونځي پر لور وهڅول شي.